ایکنانیوز د العهد په حواله راپورراکړ،د لبنان د اهل تشیَع یو نامتومفتي، شیخ احمد قبلان، وویل: د ایران د توغندیو له پرتم او ولولې او عظمت څخه لا لوړه ولوله او عظمت نشته چې مونږ ته ئې یادونه وکړه وطن یعنې حاکمیت، شرافت او هغه قوت چې د دغو توغندیو له لارې د سیمې د نظامونو له ګوډاګیتوب پرته ساتل کېږي.
هغه زیاته کړه: په تېرو شپو ورځو کې څه چې وشول، د سیمې له نوو جیوپولیټیک معادلو ئې پرده پورته کوي.
شیخ قبلان وویل: دا برخلیک ټاکونکې جګړه مونږ د دوو ثابتو او ټینګو اصولو په وړاندې دروي: لومړی دا چې صهیونیستي رژیم یوازې یو لویدیځي پوځي غونډ نه دی چې د ایران د توغندیو تر اور لاندې له مینځه ځي او دوهم دا چې، متحده ایالاتو د خپلو ټولو وسلو زېرمو سره سره، یوازې په ایران کې د اټومي تاسیساتو پر وړاندې یو نمایشي برید وکړ چې هیڅ سټراټیژیکې پایلې ئې نه درلودې او یوازې د عزت د خوندي کولو او د ایران له پراخ غبرګون څخه د مخنیوي په موخه ترسره شو.
دغه لوی لبناني عالم زیاته کړه: دا بدلونونه ثابتوي چې ایران په سیمې کې یو نه انکاریدونکي قوت بدل شوی دی او دا چې د امریکا د اقتدار دوره هغې مرحلې ته واریده شوې چې د امریکا رسنۍ یې د ټرمپ د زوړوالي دوره بولي او دا ټینګار کوي چې له دې جګړې وروسته د سیمې سیاسي جوړښت به د ایران په ګټه وي.
شیخ قبلان وویل: په راتلونکي کې هر ډول مذاکرات به د متحده ایالاتو هڅې د تل ابیب لپاره د کمزورو امتیازاتو د ترلاسه کولو شاهد وي چې د ایران د توغندیو تر ویجاړیو لاندې دی.
دغه لبناني عالم ټینګار وکړ: د صهیونیستي امپریالیزم دوره د تل لپاره پای ته رسېدلې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4290236